پنټاګون باید په افغانستان کې د ملکي افغانانو د وژلو په اړه نړیـوالو ته وضاحت ورکړي

د بشري حقونو د څار بنسټونه وایي، چې پنټاګون دې ژر تر ژره په افغانستان کې د بې ګنا ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وضاحت ورکړي.

دغه نړیوال بنسټونه زیاتوي، چې راپورونه ښایي چې امریکا پوځیانو په افغانستان کې په خپل وروستي هوایي برید کې بې ګنا وګړي وژلي دي، خو امریکایي چارواکو قانع کونکی وضاحت نه دی ورکړی.
یوه سرچینه وایي، چې په دې مسئله کې د پنټاګون چوپتیا د اندېښنې وړ ده، او پنټاګون باید قانع کونکی وضاحت ورکړي.

پنټاګون دا منلې چې د اګسټ د میاشتې په هوایي برید کې یې ملکيان وژلي خو وایي، په دې تړاو به کوم امریکايي عسکر ته سزا ورنه کړي.

د امریکا پوځیانو د اګسټ په میاشت کې په کابل کې هوایي برید ترسره کړ چې پکې د یوې کورنۍ لس غړي له لاسه ورکړل

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button