پر روسیې د غرب نوي بندیزونه

امريکا او ځینو اروپايي هېوادونو پر روسیې نوي بندیزونه ولګول.

د بهرنيو رسنيو د راپورونو پر بنسټ امريکا او جرمني له روسیې سره د ګاز د لويې پروژې د لېږد چارې وځنډولې.

همداراز امریکا د‌ روسيې پر نظامي او څو ملکي بانکونو باندې نوي بندیزونه وضع کړل. په ورته وخت کې فرانسې هم د روسیې پر وړاندې د ځینو تازه اقداماتو خبرداری ورکړی دی له دې سره کاناډا هم له روسي پانګوالو او بانکونو سره راکړې ورکړې باندې بنديز ولګاوه.

دغه راز غربي رسنۍ وايي چې اروپايي هېوادونو پر پوتین تور پورې کړی چې دی یو ځل بیا غواړي د روسیې امپراتورۍ راژوندۍ کړي، خو پوتین بيا وايي دا کار نه کوي، بلکې د خپل هېواد ساتنې لپاره ژمن دی.

روسیې بیا د امريکا او غربي هېوادونو د نویو بندیزونو پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ټينګار کوي چې هر وخت له امریکا او ملګرو سره یې خبرو ته چمتو ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button