پاکستاني حکومت په واګه بندر کې د افغان سوداګرو موټر درولي دي

پاکستاني حکومت په واګه بندر کې د افغان سوداګرو موټر درولي دي.راپورونه وایي، چې پاکستان د واګه بندر له لارې د افغانستان ته پر صادراتو بندیز لګولی دی.په واګه بندر کې سوداګر وایي چې له تېرو څلورو ورځو را په دې خوا د افغان سوداګرو په توکو بار موټرونه درول شوي دي.

د هند د سوداګرۍ چارو ادارې هم ویلي، چې د جنوبي اسیا په سوداګریز سند کې د ځینو اختلافونو له امله پاکستان تل په دې ډول اقداماتو لاس پورې کوي. د یادې ادار مسؤلین زیاتوي چې دوئ د ستونزې د حل کوښښ کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان د صادراتو لپاره خنډونه جوړوي، په تېر کې یې هم لسګونه ځله ورته کار ترسره کړی دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button