پاتې افغان کمانډويان دې وويستل شي

يو شمېر امریکایي سناتورانو او پخوانیو پوځیانو له خپل حکومت څخه په افغانستان کې د پاتې ۲۰ زرو افغان کومانډویانو د لېږد غوښتنه کړې ده

د نړۍ والو رسنیو د راپورونو له مخې، په مقاله کې راغليي چې یادو افغان کومانډویانو افغانستان کې له امریکا سره همکاري کړې، خو اوس شاته پرېښودل شوي دي.

مقاله کې په دې هم نیوکه شوې چې د امریکا دولت له ۱۲۰ زرو ډېر افغانان ویستلي؛ خو ډېری ویستل شوي کسان يې ژباړونکي او د هغوی کورنۍ نه دي.

طالب حکومت تراوسه پورې دې مقالې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې ویلي، دوی ټولو ته عمومي عفوه کړې، چې د پخواني نظام سرتيري او چارواکي هم په کې شامل دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button