ولادیمیر زیلنسکي له اوکراین څخه د وتلو لپاره د جو بایډن غوښتنه رد کړه

ولادیمیر زیلنسکي له اوکراین څخه د وتلو لپاره د جو بایډن غوښتنه رد کړه. د اسوشېټېډ پرس د راپورونو په حواله، د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي څخه غوښتنه کړې چې له اوکراین څخه ووځي. خو د اوکراین ولسمشر زیلنسکي د جوبایډن دا غوښتنه رد کړې ده.

ولادیمیر زیلنسکي امریکا ته په خبرو کې ویلي، چې دی د ټانګونو ضد وسلو ته اړتیا لري، نه له اوکراین څخه د وتلو وسایلو ته. هغه وایي، که څه هم جګړه د اوکراین مرکز کیف ته رسېدلې خو زه لا هم دلته یم او له خپل هېواد څخه دفاع کوښښ کوم.

دا په داسې حال کې ده چې کیف اوس د روسیې د پوځي یرغل دفاع ته ځان چمتو کوي. زرګونه اوکرایني ځواکونه چې درانه تجهیزات ورسره دي، تېره شپه د اوکراین پلازمېنې کیف دفاع ته رسېدلي دي.

د اوکراین د دفاع وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي دي چې د پټرولي بمونو په وسیله د روسيې د پوځ یرغل په شا و تمبوي.

راپورونه وایي چې د اوکراین ګڼ شمېر ملکي وګړو د اوکراین د دفاع لپاره د روسیي ځواکونو په خلاف وسلې پورته کړي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button