وسلوالو غلو په کابل ښار کې يو ځوان وژلی دی

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې يو ځوان د يو ټيلفون په خاطر وسلوالو غلو وژلی دی.

د کابل په اتمه ناحیه کې تېره شپه د ذبیح الله عبدالرحيمزي په نوم يو ځوان د څو وسلوالو غلو له لوري د يو ټيلفون په خاطر وژل شوی دی.

کورنۍ يې پنجره ورځپاڼه ته ويلي، چې ذبيح الله تېره شپه ناوخته د کور په لور را روان و، چې وسلوالو غلو يې مخه نيولې وه، ټيلفون يې ترې اخيستی او دی یې په چاقو ګانو وهلی و، دوی وايي چې روغتون ته له رسېدو څو شېبې وروسته يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د ياد ځوان کورنۍ د طالب سرپرست حکومت امنيتي ځواکونو څخه غواړي چې مجرمین ژر تر ژره پيدا او قانوني چلند ورسره وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب سرپرست حکومت واک ته له رسېدو وروسته د وسلوالو پېښو پر کمېدو ټينګار کوي؛ خو په کابل ښار کې دا لومړی ځل نه دی، چې وسلوال غله يو ځوان د پيسو او ټيلفون په خاطر وژني، بلکې د پخوا په څېر اوس هم وخت ناوخته ورته پېښې ترسره کېږي.

Back to top button