وزيرستان کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي

په شمالي وزیرستان کې دوه تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ منلې چې په شمالي وزیرستان کې یې د عملياتو پر مهال دوه تنه عسکر وژل شوي دي.

دغه پوځ همداراز ادعا کوي چې د دوی د عملياتو په ترڅ کې پنځه تنه وسله وال هم وژل شوي دي.

پاکستاني پوځ رسنيو سره په شريک شویو معلوماتو کې ویلي چې دوی پټو استخباراتي عملياتو ته وتلي وو چې سیمې ته له رسېدو سره سم پرې وسله والو ډزې پيل کړې.

ياد پوځ وایي چې نښتې نيم ساعت دوام وکړ، چې دوه پوځیان او پنځه وسله وال پکې وژل شوي او دوه نور يې بيا ټپیان شوي دي.

دغه پوځ بيا رسنيو ته نه دي ويلي، چې د کومې ډلې پر ضد يې عمليات کړي دي؛ خو د يادونې ده چې په دې وروستیو کې پر پاکستاني پوځيانو د ټي‌ ټي‌ پي بریدونو کې د پام زياتوالی راغلی دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button