هیپټايټس بي او هیپټايټس سي

د ځګر يا ينې پاړسوب د مختلفو عواملو په واسطه منځ ته را تلای شي. يو له دغو عواملو څخه وايرسونه دي. که څه هم ډېری وايرسونه کولای شي د ينې پاړسوب منځ ته راوړي خو تر ټولو مهم يې هېپټايټس بي او هېپټاټس سي دي ځکه دغه دوه وايرسونه زموږ او ستاسو د بدن له دفاعي نظام سره د اوږدې جګړې وس او توان لري. د دې جګړې په دوران کې لومړی ينه پړسوي او بيا يې خرابوي (د ينې سېروزيس منځ ته راوړي).

هېپټايټس بي: هر هغه وخت چې لويان ورباندې اخته شي پس له دريو مېاشتو ناروغ ته زيړی پيدا کيږي. دغه زيړی يو څو اونۍ دوام کوي او بيا په خپله بې له کومې درملنې ښه کيږي. د ډېری خلکو د بدن دفاعي سيسټم وايرس له منځه وړي او رغېږي خو د ځینې نورو خلکو وجود وايرس له منځه نه شي وړی بلکې يو څه يې کنترولوي. په دغو خلکو کې کېدی شي د ځینو ينه کرار کرار په مرور د څو کلونو حتا لسیزو خرابه کړي. کله چې ينه ډيره خرابه شي نو نه يوازې ناروغ ته يو ځل بيا زيړی پیدا کيږي بلکې دا ځل ناروغ وزن له لاسه ورکوي، کمزوری کيږي او کېدی شي په نس کې يې اوبه راټولې شي. دغه د ناروغې اخري حد دی.

هېپټاټيس سي: په دې وايرس له اخته کېدو سره يو ځای عموماً په ناروغانو کې زيړی منځته نه راځي. بلکې کرار کرار د ناروغ ينه خرابه وي او کلونه يا لسیزې وروسته ينه خپل نهايي حالت ته رسيږي. څه وخت چې ينه خرابه شي نو بيا ناروغ ته زيړی پيدا کيږي، وزن له لاسه ورکوي، کمزوری کيږي او کېدی شي په نس کې يې اوبه راټولې شي چې دا هم د ناروغۍ اخري حد دی.

واکسين:
هیپټايټس بي واکسين لري.
هيپټايټس سي واکسين نه لري

درملنه:
-د هيپټاټيس بي د درملنې موخه عموماً د وايرس کنترولول دي او خاصو ناروغانو ته د ډېر وخت لپاره ورکول کيږي.
د هیپټاټيس سي د درملنې موخه د وايرس په مکمل ډول له منځه وړل دي. د هیپټايټس سي درمل خاصو ناروغانو ته نه بلکې ټولو ناروغانو ته ورکول کيږي البته چې د درملنې وس و لري. درملنه يې د ګوليو په واسطه کيږي او نېږدې ۱۲ اونۍ وخت نیسي.

ډاکټرامان شمس

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button