Trending

هوګو لارنس:امريکا له افغانستان سره خيانت کړی

امریکايي ديپلوماتانو امریکا په افغانستان کې په خيانت تورنوي. په کابل کې د امریکا پخواني سفیر هوګو لارنس ويلي، چې امریکا له افغانستان سره خیانت وکړ او په خپلو کړو ژمنو يې عمل و نه کړ.

دده په وینا امریکايي چارواکو له افغانستان سره خيانت کړی، په کړو ژمنو کې پاتې راغلل او په نه عملي کولو کې یې د افغانستان او افغانانو پر وړاندې خیانت کړی دی. دی زیاتوي دا یو نه بښل کېدونکی جنایت دی.

نوموړي ويلي د افغانستان په اړه د ټرمپ بې پروا پرېکړي او د بايډن له لوري د ټرمپ د ماموریت دوام د افغانستان د سقوط او په دغه خاوره کې د اوسني بد وضعیت لامل شول.

ياد ديپلومات په افغانستان کې د لاس ته راوړنو له منځه تلل د افسوس وړ مسئله ګڼلې ده او ددې هر څه پړه یې د امریکا پر چارواکو اچولې ده.

 

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button