هند له افغانستان سره تازه مرسته وکړه

هندوستان د افغانستان خلکو سره د بشري مرستو په پار تازه دوه نیم ټنه روغتيايي او نور توکي کابل ته واستول.

د افغانستان د طالب حکومت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د هند هېواد له خوا افغانستان سره  د بشري مرستو په لړ کې یاد هیواد تازه دوه نیم ټنه توکي، چې پکې ادویه او نور توکي شامل دي کابل ته را رسېدلې دي.

نوموړی زیاتوي چې اسلامي امارت حکومت د دا ډول بشردوستانه مرستو هرکلی کوي او وايي هیله لري چې نور هېوادونه هم له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې  ملګرو ملتونو څه موده وړاندې په يو راپور کې په افغانستان کې بشري وضعیت اندیښمن ښودلی و او په دغه راپور کې یې له مرستندویه بنسټونو او هېوادونو څخه له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې وه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button