نیکه کیسه کوله!

نیکه د ژمي په اوږدو شپو کي کیسې کولې

سړې اوږدې شپې به یې سپیني کړلې

زلمي خوبونو زنګول کیسې به نه ختمېدي

نیکه ویل چي دا پنځه زره کلونه کیږي

پېړۍ قرنونه کیږي

چي زموږ پر خاوره یرغلونه کیږي

دلته جنګونه کیږي

چي زما یادیږي دا قلاوي دا سمسور باغونه

کلي ودان کورونه

واړه او لوی ښارونه

څه د بمونو څه توپونو په زور ونړیږي

کلي مو وسوځیږي

سرونه رغړي ویني وبهیږي

د شهیدانو هدیرې جوړي سي

پر چا زیارت او پر چا لوړي منارې جوړي سي

دا د غازیانو شهیدانو وطن

د ازلي قهرمانانو وطن

زموږ د تاریخ د اتلانو وطن

دا به ولاړ وي د زمان به توپانونه راځي

لويي څپې به لکه غرونه راځي

زاړه به ځي نوي نسلونه راځي

وطن له سره جوړوي بیرته جشنونه راځي

غمونه هېر سي اتڼونو ته ډولونو راځي

او د نیکه نکلونه نه ختمېدل

له هر ماښامه تر سهاره بس همدا کیسه وه

یوه لمسي ورڅخه وپوښتل چي ګرانه بابا

له تا قربان سم مهربانه بابا

پرته له جنګه نور نکلونه لرې؟

درته یادیږي بېله جنګه د خپل ښار خبري؟

د اخترونو د جشنونو شالمار خبري

د مدرسو او مکتبونو کیسې

د قلمونو کتابونو کیسې

د آبادۍ د کرارۍ او د ښارونو کیسې

تر څو به نوي جوړوو زاړه ښارونه سوځو؟

کلي به سوځو جوماتونه سوځو

نوی منبر به جوړوو زاړه یادونه سوځو

ورځ به له سره نیسو تېر به تاریخونه سوځو

بل دي هم داسي قام لیدلی چي سبا نه لري؟

پرون یې شپه وه نن یې شپه ده ورځ په خوا نه لري

رنځ یې په کور وي طبیب نه لري دوا نه لري

بس د رڼا په تمه ژوند کوي رڼا نه لري

آذان پردی، چړي پردی وي خپل مُلا نه لري

لښکر پردی وي خپل پاچا نه لري

تشي کیسې د تاریخونو کوي

فخر په پلار او په نیکونو کوي

نیکه لمیسو ته نکلونه د جنګونو کوي

د شهیدانو د قبرونو کوي

د سوځېدلو قلاګانو او ښارونو کوي

بس که نیکه دا د جنګونو کیسې!

د سومنات او پاني پټ او میوندونو کیسې

دا د باروتو د اورونو کیسې

دا د پنځو زرو کلونو کمالونو کیسې

پرېږده چي موږ په دې تیارو کي رڼا ولټوو

په دې تاریکو افسانو کي ریشتیا ولټوو

څپلۍ د اوسپني په پښو کړو پېشوا ولټوو

چي خپل مُلا چي خپل لښکر او پاچا ولټوو

ورځه ویده سه موږ به څرک د سبا ولټوو.

عبدالباري جهاني

 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button