نړۍ وال بانک يو وړانديز لاسليک کړی

ممکن نړۍ وال بانک د افغانستان ۶ سوه میلیونه ډالر کنګل شوې پيسې ازادې کړي.

رویټرز خبري اژانس وایي د نړۍ وال بانک مدیره هیت یو وړاندیز لاسلیک کړی چې له مخې به یې ددغه بانک په امانتي صندوق کې د افغانستان میلیونونه ډالر کنګل شوې پيسې ازادې شي.

راپورونه وایي چې دغه پیسې به په افغانستان کې د بیا رغونې وجهي صندوق تمویل کوونکو ته د مرستو په موخه ورکول ورکړي.

دغه راز  نړۍ وال بانک بيا ویلي چې له دغه شپږ سوه میلیونه ډالر به په افغانستان کې د پوهنې، افغان کورنیو او ټولنیزو مسایلو لپاره ګټه واخيستل شي.

ددغه پیسو د خوشې کېدو په هکله وروستۍ پرېکړه به د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړیو کې اعلان شي. په کابل کې د طالب حکومت په راتګ سره امریکا په نړۍ والو بانکونو کې د افغانستان میلیارډونه ډالر پيسې کنګل کړې او  تر دې دمه یې له دغو پيسو د افغانستان پر وړاندې د فشار په توګه کار اخیستی دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button