نړيوال بانک ۲۸۰ ميليونه ډالر افغانستان ته د بشري مرستې په موخه استوي
د نړیوال بانک بورډ د تېره ورځ ويلي چې د ۲۸۰ ميلیونه ډالر د کنګل شوې شتمنۍ څخه دوه مرستندویه ادارو ته استوي؛ ترڅو افغانستان څخه د متحده ايالاتو له وتلو وروسته د رامېنځته شوي بحران سره مبارزه کې مرسته وشي.
دوی وايي مخکې له دې چې دغه پيسې د خوړو پروګرام او يونيسف ته واستوي حتمي ده چې ۳۱ هېوادونو له خوا يې تائید وشي.
تر دې وړاندې اوازه وه چې نړیوال بانک به د افغانستان بيارغونې صندوق څخه چې شاوخوا ۱.۲ میلیارډه ډالر پکې پراته دي، ۵۰۰ میلیونه ډالر يې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره ځانګړې کوي، خو د بورډ په غونډه کې یوازې ۲۸۰ میلیونه ډالرو د تأیید خبره شوې.
د افغانستان ۳۹ ميلیونه خلک له یو خراب اقتصادي وضعيت سره مخ دي. ژمی، د خوراکي توکو کمښت او د بې وزلي هغه څه دي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره د ياد هېواد خلک ورسره لاس او ګریوان دي.
افغان کارپوهان وايي امريکا ته په کار ده چې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې کړي، ترڅو د افغانانو د اقتصادي ناورين مخه ونیول شي.