ننګرهار کې یو کس له ۳۰ټاپو سره په جعلکارۍ نیول شوی
ننګرهار کې یو کس له ۳۰ټاپو سره په جعلکارۍ نیول شوی
د ننګرهار امینه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوولین وایي، چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یې یو کس د جعلکارۍ په تور نیولی دی.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسولین وایي، چې طالبانو د دې ولایت په مرکز جلال اباد کې د سبحان الله په نوم یو کس له شاوخوا ۲۶ جعلي ټاپو سره یو ځای نیولی دی.
د دوئ په وینا نوموړي کس خلکو ته د پیسو په بدل کې جعلي اسنادونه جوړول.
هغوئ زیاتوي چې سبحان الله په خپل جرم اعتراف کړی، او تر نورو پوښتنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.