ننګرهار کې له کروندګرو او مالدارانو سره مرسته وشوه

د ننګرهار ځایي رسنۍ وایي، چې د دې ولایت د کرنې رياست په هڅو WHH ادارې له لوري او د RRAA موسسې په همکارۍ د دوربابا او کوټ ولسواليو ۱۵۰۰ بزګرانو او مالدارانو سره د خوراکي او روغتيايي توکو مرسته وشوه.

د طالبانو د سرپست حکومت د ننګرهار چارواکي وایي، چې په ياده مرسته کې ۱۵۰ کيلو اوړه، ۱۰لېتره غوړي، ۵۰کيلو وريزې، ۲۸ کيلو لوبيا، ۱۰کيلو بوره او ۲کیلو مالګه شامل وه.

واک ته د طالب حکومت تر رسېدو وروسته په هېواد کې د بې روزګارۍ او لوږې کچه لوړه شوې ده، که څه هم هره ورځ هېواد ته بهرنۍ بشردوستانه مرستې رسېږي خو دغه کچه لا هم لوړه ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button