ننګرهار کې د سویډن هېواد لخوا ویجاړ شوی ښوونځی ورغول شو

ننګرهار کې د سویډن هېواد لخوا ویجاړ شوی ښوونځی ورغول شو.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ییز اداري دفتر د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ اړوند اسدخیلو کلي منځني ښوونځي لپاره ودانۍ د شاوخوا ۵میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډول له بیا رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د اسدخیلو منځنی ښوونځی شاوخوا څلور کاله وړاندې د سختو جګړو په مهال ویجاړ شوی و. دا د هغه کلي ښوونځی دی چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې امریکا  د بمونو مور پرې غورځولی و.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې همداراز د همدې ښوونځي لپاره ۴۳۰ متره احاطوي دېوال، تشنابونه، د پاکو اوبو څښلو اسانتیا او د لمریزې برېښنا معیاري سیسټم جوړ کړی دی، سربېره پردې د زده کوونکو لپاره د ۱۵۲ دانو د چوکیو او میزونو سيټونو اسانتیا هم برابره شوې.

د دې ښوونځي په جوړولو سره په یادې سیمې کې تر زرو زیاتو ماشومانو او جونو ته د زده کړو زمینه برابره شوه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button