د ننګرهار پښتورګو روغتون سره د درملو او طبي وسايلو مرسته وشوه

د ننګرهار ځایي رسنۍ وایي، چې د دې ولایت له پښتورګو ملي روغتون سره د HHRD ادارې له لوري د ۴۸ قلمه درملو او طبي وسايلو مرسته وشوه.

د ننګرهار د انعکاس راډیو ټلویزیون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه مرسته تېره ورځ HHRD ادارې له لوري د پښتورګو په ملي روغتون کې د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار د عامې روغتيا سرپرست امير محمد افتاب ته وسپارل شوه.

د انعکاس راډیو ټلویزیون راپور زیاتوي چې د يادې ادارې مشر انجينر ذبيح الله په راتلونکي کې د ورته نورو مرستو ژمنه هم کړې ده.

واک ته د طالبانو د ډلې تر رسېدو وروسته د هېواد روغتیایي سکتور له ګڼ شمېر اقتصادي ستونزو سره مخ دی، نړیـوالې مرستندویه مؤسسې وایي، هڅه کوي څو د افغانستان روغتیایي سستم له سقوط وژغوري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button