ناڅاپه د ماشومانو ښورول څه زیانونه لري

د ماشومانو د غاړې عضلات ضعیف او سرونه يې درانه وي نو له دې امله د هغوئ غاړې د دوئ سرونه سم نه شي تکيه کولی. که چيرې يو ماشوم يودم وښورول (وړچول) شي د هغه نازک ماغزه د سر په کاسه يا کوپړۍ کې په شدت سره مخ او شا ته ځي چې کېدی شي د ماغزو د زخمي کېدلو يا وينې کېدلو باعث شي. څېړنې ښيي د ماشومانو يودم ښورول يا ړچول عموماً د لويانو په واسطه د غوصې په حالت کې هغه وخت کېږي چې ماشوم ډير ژاړي او نه کرارېږي که دغه ماشومان د مغزو له شديدې ضربې وروسته ژوندي هم پاتې شي نو ځینې يې ړندېږي او ځینې نور يې د ذکاوت د کمېدلو او ميرګيانو په شمول په وړ وړ نورو ناروغيو اخته کېږي.

ډاکټرامان شمس

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button