میناتور:عبدالغفورلېوال
میناتور
مازیګر و، ما دې څښله د بنګړیو شرنګا ورو ورو
ډوبېدله سرو اوبو کې ستا د شونډو زلما ورو ورو
د نشې راګ و سُر شوی، ستا د عطرو په نغمو کې
په پایزېب کې تخنېدله د نکریزو نڅا ورو ورو
د ګریوان میناتور لاندې سیند د شاتو توپاني و
سره تیاره راپاڅېدله، څملاستله رڼا ورو ورو
ما لا دوې پیالې وې څښلې، له غمیو د یاقوتو
تور آبشار نه د ورېښمو تاوېدله دونیا ورو ورو
بهېده تنده له ګوتو، ترې نه لار د تڼۍ ورکه
خوږ پېغور مانا کوله په مستۍ کې خندا ورو ورو
خدایزده کوم رنګ دې و څښلی د لېوال له یاغي سترګو
له اوږو دې ښوېېدله یوه کرښه برېښنا ورو ورو