میدان وردګو کې لیونیو سپیانو ۴۰کسان داړلي دي

میدان وردګو کې لیونیو سپیو ۴۰ کسان داړلي دي

د طالبانو د سرپرست حکومت د میدان وردګو ولایت ښاروالۍ مسؤلین وایي، چې د دې ولایت له عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ یې په ټول میدان ښار کې وروسته له هغې چې لیونیو سپیو ۴۰ کسان و داړل، د لیونیو او اذار رسوونکو سپیانو د لمنځه وړنې سراسري کمپاین پیل کړ.

هغوئ زیاتوي، په دغه کمپاین کې د لیونیو او اذار رسوونکو سپیانو د لمنځه وړنې په موخه د ځانګړې طبي تګلارې په مرسته له زهري غوښې څخه ګټه واخیستل شوه.

د میدان وردګو ولایت د ولایتي روغتون مسؤلینو د معلوماتو په اساس په دې وروستیو کې شا او خوا ۴۰ تنه لیونیو سپیانو داړلي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button