مکتبۍ جیلۍ

مکتبۍ جیلۍ؛

الف بې تې
سهار پخیر وطنه
زه ځمه ښوونځي ته
بکسه د کتابو راکړه ادې
الف بې تې….

وایم د ژوند نغمې
سهار پخیر وطنه
درسونه وایم غواړم چې ډاکتره شم ادې
الف بې تې….

وړه وړه خندا کوم
د ژوند مبارزه ده
سموم لارې کږې
بکسه د کتابو راکړه ادې
الف بې تې….

قربان قربان نارې اورم
را ورسیدم ته کور ته
ورجار زه خو پوهیږم دا مې غږ دی د ادې
الف بې تې….

زه ښځه یا جانان او یا دلبره
د هیچا د کور نه یم
انسان یمه، انسان یم په جار جار وهم نارې
الف بې تې….

ماشومه یم
ارزو مه د وطن ابادول دي
په سر مې سپین پړونی دی
په لاس کې مې قلم او کتابچې
الف بې تې….

کټ کټ خنداوې کېږي
زموږ په ښوونځي کې
نمانځنه د وطن د استقلال ده
ملي بیرغ ولاړ دی د مکتب پر احاطې
الف بې تې…..

ذبیح ایمان

Back to top button