منظور ته د استاد عبدالغفور لېوال شعر
د ننګ او د فرهنګ پر ابابیلو غشي اوري
تورمخی ابرهه بیا د پیلانو په سر ښوري
افغان د ژوند (ارمان) خو اوس څښتن ته هم (منظور) دی
ابلیس مو لا د مرګ فتوا په دغه – هغه پلوري
دا ولس دی اوس وتلی د (افیونو) له طلسمه
ویښ شوی، هوښیار شوی او بدلون ته لارې ګوري
دا سره خولۍ یې ګوره هنګامه د انقلاب شوه
د (وړانګې) ارمانونه دي لا هغسې سرتوري
زخمونه به لمرونه، زولنې به زلزلې شي
لېواله ستا دې نښه وي همدا د غزل ستوري