
ملګري ملتونو افغانستان ته ۱.۵ ميليارده ډالر راټول کړي
ملګري ملتونو له افغانستان سره د بشري مرستې په خاطر شاوخوا ۱.۵ میلیارده ډالر راټول کړي دي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک په یوه خبري ناسته کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له افغانستان سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو په لټه کې دي چې په همدې لړ کې دوی تر دې دمه د شاوخوا ۱،۵ میلیارده ډالرو په راټولو بریالي شوي دي.
نوموړی ویلي دوی له مرستندویه هېوادونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي چې له دغه هېوادونو هغه پیسې تر لاسه کړي چې له افغانستان سره د مرستې لپاره یې ځانګړې کړې دي.
د يادونې ده چې دوجاریک پر نړیوالو هم غږ کړی چې په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.