ملګري ملتونه د افغانو مېرمنو د وضعیت په اړه اندېښمن دي

 د خامه پرس خبري آژانس د راپور په حواله، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د مېرمنو د اوسني وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د خامه پرس په راپور کې راغلي چې د دې سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنرې میشل بچلیت ویلي، چې د بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو په اړه چې د دې هېواد ښځې او نجونې له ګواښ سره مخامخ کړي د طالبانو له حکومت سره خبرې کوي.

نوموړې چې له څو ورځې راهیسې په افغانستان کې ده زیاته کړې، افغان ښځې او نجونې په‌دې وروستیو میاشتو کې سره له دې چې ګواښل شوي، خو هغوی د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د عدالت غوښتنې ته دوام ورکړی دی.

د میرمن بچلیت په وینا د افغانستان ښځې او نجونې باید له ویرې پرته د مظاهرو کولو، د ټولنې د ستونزو په هکله د ازاد نظر څرګندولو او د هغو لارو چارو د موندلو لپاره چې د هغوی واقعیتونه او غوښتنې منعکسې کړي، فعاله ونډه ولري.

هغې زیاته کړې چې په هغه صورت کې چې افغانستان سولې او پرمختګ ته مخه کړي ښځې او نجونې باید ددې هیواد په بدلون کې فعاله ونډه ولري او هغوی ته فرصت ورکړل شي تر څو د سولې، بشردوستۍ او پرمختګ اړوند بهیرونه رهبري کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د مارچ په اتمه نېټه په خپره کړې اعلامیه کې افغانو ښځو ته د ښځو د نړیـوالې ورځې د مبارکي ترڅنګ د شرعي حقونو د رعایت ډاډ ورکړی وو.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button