ملګري ملتونه بېړنۍ ناسته کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اوکراین په هکله بېړنۍ غونډه جوړوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د غونډې تر پیل مخکې رسنيو ته ويلي، چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې اقدام له ټولو نړۍ والو قوانینو څخه سرغړونه ده.

دغه راز ګوتریش په خپله وينا کې پر روسیه غږ وکړ چې د سوله ساتنې او بشردوستانه اقدام په نوم دې په اوکراین کې نور نظامي فعالیت نه کوي او ژر تر ژره دې خپل ځواکونه له دغه هېواد څخه وباسي.

ګوتریش دغه همداراز ويلي چې که د اوکراین کړکېچ نور هم پراخ شي نو دا به په‌ تاريخ کې د پېړۍ د تر ټولو خونړۍ جګړې سبب شي.

هغه يو ځل بيا پر روسیه غږ کړی چې پاروونکي اقدامات دې بند کړي او له نړۍ والو قوانینو دې سرغړونه نه کوي،بلکې په ډېر درناوي دې خپل عسکر وباسي.

هممهاله د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه پیل شوې ده او چې د روسیې د تازه اقداماتو په هکله يې د اجنډا بحث دی، څو ساعته وروسته به د دوی پرېکړه اعلان شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button