ملګري ملتونه: افغانستان سره ۸ ميليارده ډالره مرسته کوو

د راپورونو له مخې، ملګري ملتونه د راروان کال لپاره په افغانستان کې د خدمتونو د وړاندې کولو او مرستې په موخه د ۸ ملیارده ډالرو د بودجې په يو پلان کار کوي.

دغه پلان کې په ښوونځیو کې د ماشومانو د سالمو خوړو، د کار روزګار پيدا کول، ګاونډویو ته د افغانستان د برېښنا پور پرې کول او د حکومتولۍ سیسټم بیارغونه شامل دي.

دا مرسته له افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو سربېره پلان شوې ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د افغانستان لپاره د بشردوستانه چارو همغږي کوونکي رامیز الکباروف ویلي، چې افغانان زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

هغه يو وار بيا ټینګار کړی، دا سازمان نه غواړي په افغانستان کې په یوه بدیل دولت واوړي خو په ډاګه کړې يې ده، چې دغه بنسټ ته د سیسټمونو ملاتړ مهم دی، نه د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو له لاسه ورکول.

د راپور پر بنسټ، د طا لبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصاد ۴۰ سلنه لوېدلی دی.

د ملګرو متلونو په دې راپور کې راغلي، چې د افغانستان نیم نفوس له لوږې سره مخامخ دی.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button