ملګرو ملتونو د پخواني ولسمشر غني نوم د ولسمشرانو له لېست څخه لرې کړی دی
ملګرو ملتونو د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني نوم د ولسمشرانو له لېست څخه لرې کړی دی.
ملګرو ملتونو په رسمي توګه د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي نوم د ولسمشرانو له لېست لرې کړی دی.
د ملګرو ملتونو په تازه پرېکړه کې ولسمشر غني د ولسمشرانو له لېست څخه لرې شوی دی، او ورسره یې له رولا غني څخه د لومړۍ مېرمنې لقب هم لرې کړی دی.
د ملګرو ملتونو ادارې ویلي دي، چې هغوئ د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د حنیف اتمر نوم هم له خپل لېست لرې کړی دی.
د ملګرو ملتونو نړیـوالې ادارې تر اوسه په دې اداره کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په اړه کومه پرېکړه نه ده