ملګري ملتونه: افغانستان سره د مرستو راټولولو په خاطر هڅې روانې دي

ملګري ملتونه وايي له افغانستان سره د مرستو راټولولو او جذب په خاطر يې هڅې روانې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په تازه څرګندونو کې ويلي، چې له افغانستان سره یې د بشري مرستو راټولولو او جذب په خاطر هڅې روانې دي او دوی له نړۍ‌والو غوښتي دي، څو په داسې سختو شرايطو کې د افغانانو لاسنيوی وکړي.

همدارنګه دغه  اداره زياتوي، چې د جينوا او دوحې کنفرانسونو کې یې نړۍوالو ته قناعت ورکړی او دوی يې دې ته هڅولي، څو په راتلونکي کې هم افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

ياده اداره وايي؛ افغانان جدي مرستو ته اړتیا لري او بډايه هېوادونو ته په کار ده، چې له دغه هېواد سره مرستې وکړي.

همداراز دغې ادارې خبر ورکړی، چې اوس مهال ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشردوستانه خدماتو پر مخ بېولو کې له ګڼو مالي ستونزو سره مخ دي او دوی له نړۍوالو د مرستې او لاسنيوي غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د مالي امکاناتو له کموالی خبر ورکړی او ویلي يې و، چې دوی په دغه هېواد کې له ګڼو مالي ستونزو سره مخ دي.

Back to top button