ملا عبدالغني برادر او ذبیح الله مجاهد د قوش‌ تیپې کانال پروژې پرانیستلو په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی دی

د طالبانو د سرپرست حکومت د رئیس‌الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد د قوش‌ تیپې ستر کانال پروژې پرانیستلو په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی دی.

د معلوماتو له مخې د قوش‌ تیپې کانال د هېواد له سترو کانالونو څخه دی چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره بر او ۸۰۵ متره ژوروالی لري.

یاد کانال د ۵۵۰ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او په یوه ثانیه کې ۶۵۰ متر مکعب اوبه لېږدوي.

د قوش‌ تيپې کانال د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې پروت دی چې د امو له سیند څخه پيل او د حیرتان له اوږدو دښتو، د جوزجان له دولت‌ اباد او اقچې ولسوالیو څخه تېرېږي او د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې پای مومي.

Back to top button