مجاز: شرر صافی
پښتو ډېره غني ژبه ده، تر دې چې ډېر مجازي لفظونه او کليمې په کې په حقيقي مفهوم کارول کيږي، په ژبه کې د کلیماتو په خپل ځای کارول حقیقت دی او دا اصل دی، مجاز له حقیقت وروسته رامنځ ته کیږي، په پښتو ژبه کې مجازي داسې کلیمې لرو چې د ډېرې لرغونتیا له امله حقیقي ښکاري او دا په خپله د ژبې قدامت او بډاينه را په ګوته کوي، مخکې له دې چې په ژبه کې مجاز وڅېړو او په ګوته يې کړو بايد په دې وپوهيږو چې مجاز څه شی دی؟
مجاز په بيان پوهنه پورې تړاو لري او بيان پوهنه د هنري تخيلي انځورنو څخه بحث کوي.
مجاز په لغت کې له يو ځای څخه بل ځای ته انتقالولو ته وايې، او يا هغه شي ته ويل کيږي چې انتقال شوی وي او له همدې امله له يوې معنی څخه بلې معنی ته انتقالولو ته مجاز ويل کيږي او کومه معنی چې د لومړۍ کلېمې نه بلې ته انتقاليږي په بلاغت پوهنه کې ورته (حقيقت) وايې او دويمې ته مجاز.
مجاز په دوه ډوله دی:
لومړی: عقلي مجاز چې فعل او يا يوه معنی له خپل اصل نه بل څه ته وکارول شي، په عقلي مجاز کې اړیکه شرط نه ده، موږ یې په خپل عقل درک کو چې دا مجاز دی، خو ادبپوهانو هڅه کړې چې یو تلازم او ملابست یې ترمنځ په ګوته کړي:
۱ـ سببيت: فعل د خپل حقيقي فاعل نه پرته بل ته وکارول شي او مسند اليه د فعل سبب وي. لکه: ښاروال د کابل سړکونه ورغول. ښاروال دا کار په خپل لاس نه کوي، خو ښاروال د سړکونو د رغولو سبب شوی دی، یا پاچا د امیر بند جوړ کړ، پاچا حقیقت دی، د بند جوړول هم حقیقت دی، خو پاچا ته د فعل(کار) اسناد مجازي دي، پاچا د بند د جوړولو سبب دی، دا موږ په عقل درک کو
۲ـ مهاليت: زمانې ته د يو فعل اسناد دی چې د حقيقي فاعل سره په فعل کې ورته والی ولري، لکه چې موږ وايو: سهار دې نېکمرغه او شپه دې په خير. په حقيقت کې سهار نېکمرغه نه وي او نه شپه په خير وي، خو حقيقي نسبت يې انسان ته کيږي.
۳ځای ته نسبت: ځای ته د فعل اسناد چې د حقيقي فاعل سره په فعل کې ملابست ولري، موږ وايو سيندونه وبهيدل، ناوې وبهېدې، دلته فعل سيند او ناوو ته کارول شوی دی او دا حقيقي فاعل نه دی، ځکه چې په سيند او ويالو کې اوبه بهيږي.
۴ـ مفعوليت: چې د فاعل پرځای مفعول ته فعل اسناد ومومي، لکه، بازار ولګېد، بازار خپله نه لګيږي، بلکي لګول کيږي، نو دلته فعل د فاعل پرځای مفعول ته منسوب شو، يا شمع بله شوه، شمع بلول کيږي، چې اصلي جمله به داسې وي، زلمي شمعه بله کړه، شمع مفعول، بلول فعل او زلمی فاعل دی چې دلته فعل د فاعل پرځای معفول ته وکارول شو.
۵ـ فاعليت: د مفعول پرځای فعل فاعل ته منسوب شي، لکه: سيند ډک روان دی. سيند ډک نه وي بلکې د سيند دبهيدلو مجری ډکه وي.
مرسل مجاز:
مرسل په لغت کې ايله او ازاد ته وايې، او دې ته ځکه مرسل وايې چې د استعارې په څېر د مشابهت په غړوندې تړلی نه دی، خطيب القزويني په مرسل مجاز کې د علاقې نه ډولونه ياد کړي دي او له هغه وروسته نورو اديبانو لکه بهاء الدين السبکي او تفتازي تر پنځه ويشتو رسولي دي. دلته به موږ په هغو بسنه وکړو چې په ژبه کې ډېر کارول کيږي:
۱ـ جزئيت: يو شی په خپل (جز) باندې ونوموئ او موخه دې ترې ټول (کل) وي، موږ وايې د ژوند په پنځلسم پسرلي ورګډيږي، له دې نه مو موخه د کال فصل(پسرلی) نه وي چې د کال جز دی، بلکې ټول کال مو تر هدف وي، لکه چې موږ په جز باندې د کل اطلاق کړی دی.
خو په دې کې شرط دا دی چې د غه کل(ټول) به حقيقي ترکيب وي، نه دا چې بېلابيل شيان مو سره يو کړي وي او بيا د يو اطلاق پربل کوو، بل به دغه جز په کل کې ارزښت ولري.
کليت: او دا د پورتنې علاقې پر عکس ده، کل (ټول) به ياديږي، خو جز به هدف وي، لکه: لاس يې په خوله ومنډه، لاس ياد شو خو موخه ترې جز(ګوتې) او يا يوه برخه ده.يا لکه: په کابل کې اوسيږم، چې موخه ترې په کابل کې په يوه کور کې اوسېدل دي.
۳ـ سببيت: چې مسبب د سبب په نوم ونوموي، د هغې د لاسه ژاړم،دا چې لاس د ژړولو سبب دی نو ځکه سبب د مسبب پرځای راغی.
مسببيت: چې سبب د مسبب په نامه ونومول شي لکه الله جلاله فرمايي(وينزل لکم من السماء رزقا) او تاسې ته له اسمانه خواړه راکوزو، دا چې باران مسبب د رزق دی نو سبب يې د مسبب پرځای وکاروه.
۴ـ محليت: د ځای نوم د هغو له پاره کاروي چې په کې وي، لکه: سپينې ماڼۍ دا خبره تايد کړه…..، چې موخه يې د سپېنې ماڼۍ چارواکي دي. يا لکه:
کلي زما او ستا په سر باندې جرګه کړې ده يا به ما وژني يا به تا يا به ګودر ورانوي.
د لته له کلي نه د کلي ولس مطلب دی. او دا چې خلک په کلي کې اوسيږي نو ځکه يې د خلکو اطلاق پر کلی کړی دی.
۵ـ حاليت: چې د محليت پرعکس ده، لکه: ته په خوندونو کې يې. په خوند کې څوک نه ځايږي خو موخه ترې د خوندونو په ځای کې يې.
۶ـ اليت: چې يوه اله ياده شي خو موخه ترې د هغې نتيجه وي، انګريزي ژبه مې زده کړه، ژبه د غوښې يوه ټوټه ده، چې دلته ترې موخه خبرې دي.
۸ـ د تېر په اعتبار: په پخواني نوم د يو شي يادول لکه:کونړ، چې د خونانو د ډېروالی له امله پرې دا نوم ايښول شوی و خو اوس په کې يو خونه هم نشته، خو په پخواني نوم ياديږي.
۹ـ د راتلونکي په اعتبار: لکه موږ د طب د لومړي پوهنځي محصل ته ډاکټر وايو، يا د اينجينرۍ د لومړي کال محصل ته اينجينر وايو، دغه نومونه ورته د راتلونکي په اعتبار کارول کيږي، نوح عليه السلام د خپل قوم په اړه وويل، چې دوی ټول تبا کړه، دوی فاجران او کافران زيږوي، سره له دې چې په حديث شريف کې راځي چې هر ماشوم د اسلام په فطرت زيږي. خو که څوک په مجاز نه پوهيږي، نو دلته ورته ښکاره ټکر ښکاري، خو دلته هيڅ ډول ټکر ځکه نشته چې نوح عليه السلام د راتلونکي په اعتبار خبره کړي چې مور او پلار يې په راتلونکي کې کافران کوي.