م.م د روسیې په هکله ځانګړې غونډه جوړوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تېره ورځ د رایو په اکثریت ددغه سازمان د ځانګړې غونډې جوړول تائيد کړ.

ملګري ملتونه د روسیې ورستيو غبرګونونو ته په کتو د رايو په اکثريت د يوې ځانګړې غونډې جوړېدو خبر ورکړی.

په دغه غونډه کې به د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه ګډون کوي او د روسیې د وروستیو اقداماتو په هکله به د نظر څرګندولو حق ولري.

بلخوا رسنۍ وايي چې روسیې ډېره هڅه وکړه چې ددې غونډې د جوړېدو مخه ونیسي خو بریالي نه شول.

ددې تر څنګ هلته په بلاروس کې د اوکراین او روسیې مذاکرات پيل شوي دي.

تېره ورځ د ناټو هېوادونو د توندو غبرګونونو او ګواښونو وروسته پوتین د دوی په ځواب کې اټومي پوځ ته د تيارسۍ امر وکړ.

پوتین ويلي چې د هېچا مداخله نه مني او که چا مداخله وکړه، نو په دې صورت کې به سخت ځواب ترلاسه کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button