م.م: افغانستان کې دې بشري حقونو ته درناوی وشي

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې دې بشري حقونو درناوی وشي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتريش تازه په خپلو څرګندونو کې د افغانستان او ځينو نورو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې.

نوموړي په افغانستان کې له نوي حکومت غوښتنه کړې ، چې بشري حقونو ته بايد درناوی وکړي او نړۍ وال بشري قوانین دې په ځان عملي کړي.

انتونيو ګوتريش زياتوي بشري حقونه يوه قوي مسئله ده او هيڅوک نه شي کولای سترګې ترې پټې کړي؛ نو له همدې کبله د افغانستان په ګډون د نړۍ له ځينو نورو هېوادونو حکومتونو ته په کار ده چې د خپلو وګړو حقونه ته د درناوی او په دې توګه دې د نړۍ والو قوانینو عملي کولو ته لاره جوړه کړي.

د يادونې ده چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې له نوي حکومت څخه د بشري حقونو د د درناوي او رعايت کولو غوښتنه کړې ده، خو طالب حکومت وايي دوی د خپلو خلکو حقونو ته درناوی لري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button