م.‌م: افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

ملګري ملتونو دفتر ويلي چې له سیاسي فشارونو او ستونزو سره سره بيا هم دوی افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ځانګړي استازي رامز الکبروف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغانانو لاسنیوي ته ژمن دي او سربېره پر دې چې دغه هېواد باندې سیاسي فشارونه زيات دي خو دوی لا هم بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي.

الکبروف زياتوي چې دوی له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم له افغانانو سره د بشردوستانه مرستو ژمنه کړې ده او تر څنګ یې ډاډ ورکړی چې له دوی سره به د لا ډېرو مرستو د راټولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button