لوګر کې ۴۰۰ ښوونکو د ظرفيت لوړولو مسلکي روزنه تر لاسه کړه
په لوګر کې ۴۰۰ ښوونکو د ظرفيت لوړولو مسلکي روزنه تر لاسه کړه
د لوګر د پوهنې ریاست مسولین وایي، چې په دې ولايت کې ۴۰۰ نارينه او ښځينه ښوونکي د وړتيا لوړونې له لنډ مهاله روزنيز ورکشاپ څخه فارغ شول.
دغه ښوونکي د ۱۴ ورځو په موده کې د يونيسف مٶسسې په مالي لګښت د ودان مٶسسې له خوا په مسلکي ډول وروزل شول.
په روزل شويو ښوونکو کې ۳۲۱ نارينه او ۷۹ ښځينه دي، چې ټول د چټکو زده کړو او سيمه ييزو ټولګيو نوي ګومارل شوي ښوونکي دي.
د ودان مٶسسې د تېر يوه کال را په دې خوا د لوګر د پوهنې په برخه کې له زده کړو بې برخو ماشومانو ته د زده کړو زمينې د برابرولو په برخه کې خپل فعاليت پيل کړى دى.
دغې مٶسسې د خپل فعاليت له پيله تر اوسه په ټول لوګر کې ۴۰۰ سيمه ييز او د چټکو زده کړو ټولګي جوړ کړي او هم يې د ۷۹ ښځو په ګډون ۴۰۰ کسانو ته د ښوونکي په توګه د دندې زمينه برابره کړې ده.
د يادو ټولګيو له جملې څخه؛ ۶۵ په مرکز پل علم؛ ۶۵ په څرخ؛ ۶۶ په محمدآغې؛ ۴۳ په خوښۍ؛ ۶۷ په برکي برک؛ ۴۷ په خروار او ۴۷ په ازرې ولسواليو کې جوړ شوي دي.
د نوموړو ټولګيو په جوړولو سره شاوخوا له زده کړو ۱۲۴۵۰ بې برخو ماشومانو ته؛ چې ۹۷۶۰ يې نجونې دي د زده کړو ويلو زمينه برابره شوې ده.
دا ټولګي؛له لومړي ټولګي تر درېیم ټولګي پورې ټولګي لري، د رسمي ښوونځیو په څېر په کې زده کړې کېږي، چې تر درېیم ټولګي وروسته زده کوونکي به یې په رسمي ښوونځیو کې جذب شي.