لوګر کې ۳۰ درملتونونه وتړل شول

د لوګرعامې روغتیا ریاست لخوا شاوخوا دېرش غیرقانوني درملتونونه او کتنځي (معاینه خانې) وتړل شوې.

د لوگر د عامې روغتیا ریاست لخوا شاوخوا دېرش غیرقانوني درملتونونه او کتنځي (معاینه خانې) وتړل شوې

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسولین وایي، چې د یاد ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق بررسي او د درملو د لوی مدیریت له لوري د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۰ هغه کتنځي (معاینه خانې) او درملتونونه وتړل شول چې په غیرقانوني توګه یې فعالیت کاوو.

په وینا یې دغه ۳۰ درملتونونه، معاینه خانې او لابراتوارونه چې په غیرقانوني ډول یې فعالیت کاوو، د یاد ریاست د بررسۍ او څارنې ټیم د هڅو په پایله کې دمرکز په ګډون؛ د محمدآغې، برکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې تړل شوي دي.

د لوګر د عامې روغتیا رئیس وایي، چې ډېر ژر به په دغه ولایت کې د درملو د نرخونو د کنټرول په برخه کې هم اقدامات تر سره کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button