لوګر کې یونیسف او ودان موسسو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړه

د لوګر ولايت د څرخ په ولسوالۍ کې د کليوالي او چټکو زده کړو د نویو جوړ شویو ټولګيو لپاره د ۶۵ نویو ګومارل شویو ښوونکو روزنه پيل شوه.

دا روزنه د يونيسف او ودان موسسو له خوا پيل شوې چې پنځلس ورځې به دوام وکړي.

په ياده روزنه کې؛ ۵۰ نارينه او ۱۵ ښځينه ښوونکو برخه اخيستې چې ټول د کليوالي او چټکو زده کړو د جوړ شوو ټولګيو ښوونکي دي.

د يونيسف او ودان موسسو په مالي مرسته په یاده ولسوالۍ کې ۵۰ کليوالي ټولګي او ۱۵ نور د چټکو زده کړو ټولګي جوړ شوي دي چې ۱۵۶۵ جونې او ۵۶۶ماشومان به پکې ابتدایه زده کړې کوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button