لوګر کې یو خیریه بنسټ يوه ښوونځي ته ۳ درسي خونې او ۴ تشنابونه جوړوي
د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې په مرکز پل علم پورې اړوند د غيرت آباد د هلکانو منځني ښوونځي ته د ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ له لوري د ۳ درسي ټولګيو او ۴ تشنابونو د جوړېدو چارې پيل شوې.
ياد ټولګي او تشنابونه په پاخه او اساسي ډول تر راتلونکو ۳ مياشتو پورې جوړيږي، چې په جوړېدو سره به یې ۱۵۰ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونيز چاپيريال برابر شي.
ياد خيريه بنسټ په دغه ښوونځي کې د درسې خونو د په پیل کې له ۳۷۰ زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته هم وکړه.