لوګر کې یو خیریه بنسټ د انجونو دیني مدرسه جوړوي

لوګر کې یو خیریه بنسټ د انجونو دیني مدرسه جوړوي

لوګر کې یو خیریه بنسټ د انجونو دیني مدرسه جوړوي
د ارواښاد حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ د خپلو خیریه چارو په لړ کې دا ځل د لوګر ولایت په مرکز غیرت اباد کلي کې د دیني زده کړو مدرسه جوړوي.
نوموړې مدرسه به په عصري وسایلو سمبال او تدریس به يې د ښځینه استادانو په غاړه وي. د دغه خیریه بنسټ موخه په دیني چارو کې د میرمنو د ونډې اخیستل دي.
د یاد خیریه بنسټ مشر خپلو ولسونو ته ډاډ ورکوي چې د یادې مدرسې د لاښه پرمختګ لپاره به نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي. او ددې مدرسې د دوام لپاره به کوټلي ګامونه پورته کوي، همدارنګه د خپلو خویندو او ځوانانو لپاره به په راتلونکي کې د یو معتبر ښوونځي ډبره هم کیږدي. خدای ج دې توفیق ور په برخه کړي.
د یادونې وړ ده چې د یادې مدرسې ټول درسونه به په وړیا توګه وي. له هیچا څخه به فیس نه اخیستل کیږي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button