لوګر کې د ۴۷ ښوونځيو ۱۲۷ ښوونکي وروزل شول

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ۴۷ ښوونځيو  ۱۲۷ ښوونکي د ظرفيت، علمي او مسلکي سويې لوړونې له لس ورځني روزنې وروسته فارغ شول.

هغوئ زیاتوي، چې دا ښوونکي د پوهنې رياست د کاري پلان له مخې د ساينس او ښوونيزې ټکنالوژۍ مديريت روزلي دي، چې د متوسطې او لېسې دورو د کيميا، فزيک، بيولوژي، ساينس او رياضي مضمونونو ښوونکي دي.

هغوئ همداراز وایي، چې ياد ښوونکي د یادو مضمونو د تدريس د نویو لارو چارو او تجربو په برخه کې روزل شوي څو د دوئ علمي او مسلکي سويه لوړه او هم زده کوونکو ته د عملي تدريس زمينه برابره کړي.

د لوګر د پوهنې مسؤلین همدارنګه زیاتوي، چې د لوګر د پوهنې رياست د تېرو ۳ مياشتو په موده کې د ۱۶۷ ښوونځيو ۳۸۲ ښوونکو ته چې د فزيک، کيميا، بيولوژي، ساينس او رياضي مضمونو ښوونکي دي د ظرفيت لوړونې په برخه کې روزنه ورکړې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button