لوګر کې د کرونا ناروغۍ PCR مرکز فعال شو
لوګر کې د کرونا ناروغۍ PCR مرکز د نایب امین الله خان لوګري په روغتون کې فعال شو
لوګر کې د کرونا ناروغۍ PCR مرکز د نایب امین الله خان لوګري په روغتون کې فعال شو.
د روغتیا نړیوال WHOسازمان د نایب امین الله خان لوګري په روغتون کې د ۱۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت د کرونا ناروغي د درملنې مرکز فعال کړ
د لوګر د عامې روغتیا مسؤلین وایي چې وړاندې تر دې په لوګر کې د کرونا ناروغۍ د درملنې کوم ځانګړی مرکز نه و او اوس محال په یادې ناروغۍ اخته کسن په دې مرکز کې تر درملنې لاندې نیول کېږي