لوګر کې د پاسپورټ د وېش لړۍ بیاځلې پیل شوه
لوګر کې د پاسپورټ د وېش لړۍ بیاځلې پیل شوه
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند احمدالله انس وایي، چی د پاسپورټ د وېش بهیر د ځینو تخنېکي ستونزو له امله درېدلی وو، دغه بهیر به نن د سه شنبې له ورځې څخه د دوهم ځل لپاره بیا پیل شي.
نوموړی زیاتوي، چې یاده ستونزه اوس مهال په بشپړ ډول له منځه تللې او د پاسپورټ غوښتونکي کولای شي، سر له نن مراجعه وکړي.