لوګر کې د نیالګیو کینولو پسرلنی کمپاین ترسره شو

په دغه پسرلني کمپاین کې د طالبانو د سرپرست حکومت د کرنې او اوبولګونې وزیر هم ګډون کړی ؤ.

د لوګر مرکز پل علم کې د نيالګيو ايښودلو پسرلینی کمپاين د طالبانو سرپرست حکومت د دې ولایت د کرنې او اوبولګونې، ښاروالۍ او چاپېريال ساتنې رياستونو له خوا د لوګر ولايت مقام په همکارۍ د شهدا غونډۍ (کافر غونډۍ) کې ترسره شو.

په دې کمپاین کې کې د طالبانو دحکومت لوګر د سرپرست والي مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین سربیره، د کرنې او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن راشد، د لوګر ولایت لوړ پوړو ملکي او نظامي چارواکو، دولتي کارکوونکو، د طالبانو امنیتي ځواکونو او د سیمې خلکو برخه اخیستې وه.

د کرنې او اوبولګونې وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن راشد وایي، چې په راتلونکي کال کې به په ټول هېواد کې د دې وزارت له لوري ۱۹ ميليونه نيالګي کېنول شي.

هغه زیاتوي، چې د لوګر د کرنې ریاست له لوري به څه باندې سل زره مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي په دولتي ادارو، ښوونځیو، دینی مدارسو، عامه ځایونو او خلکو ووېشل شي او همداراز د پل‌علم په ګدون د لوګر ولایت په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې به کېنول شي

مولوي عبدالرحمان راشد همداراز وایي، په دغه کمپاین کې به د کرنې وزارت له خوا په وړیا ډول د کرنې د ودې او پراختیا په موخه د ۱۰۰ زره نیالګیو په ګډون لسګونه زره میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي د دولتي ادارو، داخلی او بهرنی بنسټونو او بزګرانو له خوا کینول شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button