لوګر کې د حامد کرزي لېسه د پادخواب شانې د شهیدانو لېسې په نوم ونومول شوه

په لوګر کې د حامد کرزي لېسه د پادخواب شانې د شهیدانو لېسې په نوم ونومول شوه. د لوګر د پوهنې ریاست د رسنیو مسؤلین وایي، چې د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د حامد کرزي د هلکانو لېسه د پادخواب شانې کلي د شهیدانو لېسې په نوم و نومول شوه.

د دې ریاست ویاند شاپور عرب زیاتوي، چې د یادې لېسې لپاره نوی اېښودل شوی نوم د پادخواب شانې په کلي کې د مېشتو  شهیدانو کورنیو او یو شمېر اوسېدونکو په غوښتنه د پوهنې ریاست په وړاندیز د ولایت مقام په تائید او د پوهنې وزارت تر منظورۍ وروسته په یاد نوم ټاکل شوی دی.

په لوګر کې د هلکانو دغه لېسه په ۱۳۱۶ لمریز کال کې تاسیس شوی چې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۱۴۲۱ زده کوونکي لري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button