لوګر کې ښوونکو ته جوړ شوی لس ورځنی روزنیز پرګرام پاى ته ورسېد

د لوګر ښوونکو ته جوړ شوی لس ورځنی روزنیز پرګرام پاى ته ورسېد

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست د رسنیو مسؤلین وایي، چې د دې ولايت په خوښۍ ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې او ۲۲ ښوونځیو د ۵۰ ښوونکو لپاره جوړ لس ورځنی روزنیز پرګرام پای ته ورسېد.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب په وینا یاد روزنیز لس ورځنی پرګرام د پوهنې ریاست په هڅو د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مدیریت له خوا جوړ شوی وو ، چې د یوې دیني مدرسې په ګډون د ۲۳ ښوونځیو ۵۰ تنو ښوونکو پکې برخه اخیستې وه.

عرب زیاتوي چې دغه لس ورځنى ښوونیز پرګرام د ښوونکو د ظرفیت لوړونې په منظور جوړ شوی و، چې ښوونکو ته په کې د کیمیا، بیولوژي، فزیک، ساینس او ریاضي مضمونونو د تدریس او تجربو په تړاو نوې اړینې زده کړې ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې په لوګر کې تر دې وړاندې هم ۷۱۵ ښوونکو د وړتیا لوړونې روزنه تر لاسه کړې، ۲۷۳ د روزلو په حال کې دي او ۳۰۰ نور به هم د ظرفیت لوړونې روزنه تر لاسه کړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button