لوګرکې د پنځو ښوونځیو له ښونکو او زده کونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر د څرخ ولسوالۍ د ۵ ښوونځيو له ښوونکو او زده کوونکو سره مرسته وشوه. د لوګر د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسؤلین وایي، چې د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د پنځو ښوونځيو له ۴۲ ښوونکو او ۱۲۳۹ زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه.

هغوئ زیاتوي چې دا مرسته د پوهنې ریاست په هڅو د آى، آر، سي مٶسسې لخوا د یادو ښوونکو او زده کوونکو د درسي توکو د ستونزو هوارولو په موخه کړې ده. چې په ياده مرسته کې، ښوونکو ته ۲۴ قلمه او زده کوونکو ته ۱۰ قلمه د اړتيا وړ بيلا بيل درسي توکي ورکړل شول.

د لوګر د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز پر يادې مرستې د خوښي ښودلو تر څنګ له مرستندويه مٶسسو څخه د ښوونکو او زده کوونکو لپاره د ورته دوامدارو مرستو غوښتنه کوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button