له اوږد ځنډ وروسته دهېواد دولتي پوهنتونونه پیلېږي

له اوږده ځنډ وروسته د هېواد دولتي پوهنتونونه بیا پیلېږي د طالبانو د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني وایي، چې په ګرم سېرو ولایتونو کې به ټول دولتي پوهنتونونه د دلوې میاشتې په ۱۳ نېټه پیل شي.

زده کړیالانو ته به درې اونۍ درس ورکړل شي، چې د وروستي سمستر ازموینه به د حوت میاشتې په ۷ نیټه پیل او د همدې میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي.

حقاني زیاتوي چې په نورو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او په نارمل ډول به دوام وکړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د هېواد خصوصي او دولتي پوهنتونونه او ښونځي وتړل شول، خو څه مو موده وروسته خصوصي پوهنتونونه او د هلکانو ښوونځي بیرته پیل شول.

د دولتي پوهنتونونو د بیا پیل په غبرګون کې په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د لوړو زده کړو وزارت د دې اقدام هرکلی کړی او خوښي یې څرګنده کړې. خو هغوئ له طالبانو غواړي چې ډېر ژر د هېواد د ټولو ښوونځیو دروازې د نجونو په مخ پرانځي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button