له افغانستان سره د امريکا د مرستې اعلان
امريکا د افغانستان خلکو سره د ۳۰۸ ميليونه مرستې اعلان وکړ.
د نړۍ والو رسنيو د راپورونو له مخې د امریکا حکومت تازه د افغانستان له خلکو سره د ۳۰۸ میلیونه ډالرو او د یو میلیون ډوزه د کرونا وبا ضد واکسین مرستې اعلان وکړ.
په ورته وخت کې د امریکا د ملي امنیت شورا ويلي، له دې سره د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د افغانستان خلکو لپاره او همداراز سیمه کې د افغان کډوالو لپاره د امریکا ټولې بشري مرستې نږدې ۷۸۲ میلیون ډالرو ته ورسېدې.
امريکا دا له افغانستان سره دا مرستې داسې مهال اعلانوي، چې لا يې هم د دغه هېواد کنګل شوې شتمني نه ده ازاده کړې.
له دې سره سم چين له امریکا غوښتنه کړې، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.