فارغ شوي محصل ته

فارغ شوي محصل ته:

لیکوال: استاد ګل الرحمان رحماني

تر هر څه وړاندې درته د فراغت مبارکي وایم، ښکلی ښکارې، هغه ګلونه او لاسلیکونه ډېر بختور دي چې همدا شېبه ستا په جامو او غاړه کې د پاتې کېدو ویاړ ور په برخه شوی، زه هم ویاړم چې ستا د روزنې لوی بوج مې څه ناڅه له اوږو لرې شو.
ته ډېر بختور یې چې د خپل بېوزلي هېواد په هغو څه باندې دېرش سلنه وګړو کې حساب شوې چې لیک لوست کولی شي او بیا له دوی نه هم ور اوچت په هغه ډله کې راغلې چې تخصصي او څانګیزې زده کړې لري، د دندې او رسمي مسوولیت د مخته وړلو وړتیا په کې رامنځته شوې ده.
ته پوهېږې چې دا ډېره د غرور، سرور او خوښۍ شېبه ده، نه هېرېدونکې او تلپاتې ده، د انسان په ژوند کې له ویاړه ډکو ورځو څخه ګڼل کېږي، لکه زېږون، کوژده، حج ته سفر ، حتی نوی ژوند هم ورته ویلی شې، د یوه ټولګي د څو کلنو ملګرو، استادانو او بالاخره د ښوونیز چاپېریال د ټولو خوږو او ترخو خاطرو هېرول درته ګران دي.
خو ګوره چې دا پای نه دی، پیل دی، که فکر کوې چې له فراغت سره نور له زده کړو هم فارغ شوې، سمه نه ده، ته یوازې له پوهنتون فارغ شوې، له زده کړو او تحصیل نه یې فارغ شوی، ستا اصلي کار او تحصیل اوس پیل شو، تاته لوی مسوولیتونه در په غاړه شول.
ته پوهېږې چې اوس ستا زده کړه هم په یوه بل ډول پیل شوه، پخوا به دې ښايي د ازموینې له وېرې او د نومرو په تمه درس او کتابونه لوست، خو له دې وروسته به د یوه بل ښوونکي او امتحان له وېرې په کتابونو کې ورکېږې، ممتحن به دې خپل فکر او ممیز به دې خپل وجدان وي.
زه پوهېږم چې ستا سر کې به د دندې او له ټولنیز وضعیت څخه د شکایت او ګیلو څپې هم ګرځي، خو ګرانه! زده کړه څوک یوازې د موقف، پیسو، څوکۍ او مقام لپاره نه کوي، زده کړه د شعوري بیدارۍ، غوره ژوندکولو او خدای پېژندنې، خپلو پوښتنو ته په خپلو د ځواب، منطقي استدلال، وجداني عقل، د وجدان قانع کولو، یو چا ته د ښې او غوره لارې ورښودلو، د خدای او خلقت په اړه تر نور د سيسټماټیک او ژور فکري، منظقي او داسې ژوند تېرولو لپاره وي چې هر څوک یې نه شي تر سره کولی. دا هغه څه دي چې تا سره ټول عمر شته او ټول عمر درته په درد خوري.
دا بله اندېښنه دې هم پر ځای ده، زموږ وضعیت داسې دی چې څوک به دې خپله له مټو د دندې لپاره را ونه نیسي، خو بالاخره به یوه میاشت، شپږ میاشتې، یو کال او دوه کاله بې دندې پاتې شې، ولې په ډاډ سره درته وایم چې له دې زیات بې دندې نه پاتې کېږې، ټول عمر به بې دندې نه وې، د خپلو زده کړو خوږه او ثمره به خامخا ګورې، ستا سند ستا لپاره په هره دنده کې یو اعتبار دی، خو که زده کړې دې نه وی کړې، نو دا ثمره به دې هېڅکله هم نه وه لیدلې، وضعیت او نظامونه بدلېږي، خو ستا سند او لوستی شخصیت تلپاتې ارزښت لري، یو ویاړ او اعتبار دی، کورنۍ او راتلونکي خپلوان به دې په ویاړ یادوي، ډېر کسان چې پیسې او شتمني لري، یوازې د همدې رښتیني سند نشتوالی یې د کمترۍ د احساس ټکی دی.
نو ګرانه! د پیسو موندل او غوښتنه دا د انسان طبیعي ځانګړنه ده چې دنیا غوښتی وي، کوښښ وکړه، پیسې پیدا کړه، خو پیسې هر څه نه دي، پیسې چاته واقعي شخصیت نه شي ورکولی، پیسې دې اړتیا پوره کولی شي، خو شخصیت دې نه شي پوره کولی، ستا شتمني ستا په زده کړه بډای فکر، ویښ وجدان، ټولنیز اعتبار او هغه درناوی دی چې کور، کلی او ملګري یې د یوه لوستي انسان په توګه درته کوي.
هو؛ بیا هم وایم چې دا ډېره د خوښۍ شېبه ده، درته مبارک دې وي، خو پام چې مغرور نه شې، ځان پر هغوی لوړ ونه ګڼې چې تر اوسه یې هم د فراغت خولۍ او چپنه نه دي اغوستي، چا یې غاړې ته ګل نه دی اچولی، چا یې په سپینو جامو د مینې او درناوی لاسلیک نه دی کړی، هغوی ټولو غوښتل ستا په څېر شي، خو ستونزو او مجبوریتونو دا موقع ورنه کړه او د ارمان دا غوټۍ یې په زړه کې ورېژېده، دوی ارزښتمن خلک دي، ښايي د هغوی زیار، خولې او قرباني ددې لامل شوي وي چې ته دغه مقام ته ورسېږې، ځکه یې درناوی وکړه، لاس یې ښکل کړه او هېڅ وخت یې د کمترۍ له احساس سره مه مخ کوه، ورته وښیه چې د دوی مقام له تا نه هم اوچت دی.
که غواړې، زده کړه او پوهه دې برکتي شي، ټول عمر د خپلو ښوونکو درناوی وکړه، د الف با د پارې له ښوونکو رانیولې، تر پوهنتون او ټولو هغو چې تاته یې یوه سمه خبرې کړې ده، په څنګ مه ورنه تېرېږه، که یې سترګې درسره مخامخ نه شوې، ته یې مخ کړه، مخې ته یې ورشه، درناوی یې وکړه، ته چې هر څومره پوهه ولرې، هغه بیا هم ستا ښوونکی دی او په تا د درناوی حق لري.
نور دې په خدای سپارم
شونډو دې بې موسکا او ژوند دې بې هیلو مه شه.

Back to top button