فریده کوچۍ: طالب ځواکونو مې له کوره نغدې پیسې، موټر او وسلې وړي دي.

د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې فريده کوچۍ وايي، چې طالبانو يې د کور شخصي موټر، وسلې او نغدې پيسې له ځانه سره وړي دي.

دغې پخوانۍ سناتورې پخپله فیسبوک پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو يې له کور څخه ۶۳لکه افغانۍ، موټر او وسلې وړي دي.

فریده کوچۍ زیاتوي چې اته کاله د مشرانو جرګې غړې وم ۲۲۰زره افغانۍ معاش مې درلوده چې دا پیسې مې له خپل معاش څخه ځانته ساتلې وې، موټر او وسلې مې هم په خپلو شخصي پیسو اخیستي و.

کوچۍ ادعا کوي چې طالب ځواکونو یې د تلاشي پر مهال د کور دېوالونه هم وران کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دغې پخوانۍ سناتورې څه موده وړاندې له یو ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي و چې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده او له نادارۍ د کور توکي پلوري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button