غزني کې د لوښو او جامو وینځلو مايع تولیدي فابريکه پرانيستل شوه

د غزني ولایت ځایي رسنۍ وایي، چې په دې ولایت کې د لوښو او جامو وینځلو مایع یوه تولیدي فابریکه پرانیستل شوه.

هغوئ زیاتوي، چې د دې فابریکې په پرانیست غونډه کې ‏د طالبانو د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده او یو شمېر نورو طالب چارواکو هم ګډون کړی وو.

د معلوماتو له مخې په یادې فابریکې څه باندې یو میلیون امریکايي ډالر پانګونه شوې ده.

Back to top button